د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې د ولسمشریزو انتخاباتو بهیر دوام لري

د مارچ پر ۱۶مه په مسکو کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.
د مارچ پر ۱۶مه په مسکو کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.

په روسیه کې د مارچ ۱۶مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دویمه ورځ هم خلک رايي کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ولاديمير پوتین د سختو پرېکړو له وجې په بېلا بېلو ځايونو کې مظاهرې شوي دي. مظاهرینو د هغې پروسې په اړه غوسه څرګنده کړه چې د اوسني ولسمشر د شپږ کلنې واکمنۍ غځولو لپاره جوړه شوې ده.

د ټاکنو مرکزي کمېشن (TsIK) د مارچ پر ۱۵مه د انتخاباتو په لومړۍ ورځ د رای اچونې پای ته تر رسېدو وروسته وویل چې د روسېې ۱۱۰ مېلېونه رایه ورکونکو له جملې، له درو څخه یوه رایه ورکونکي په انلاین توګه خپل ووټ کارولی دی.

د روسیې په لیرې ختیځو سيمو کې د مارچ پر۱۶مه د رای اچونې عمل پیل شو او د هېواد په ټولو ۱۱ زونونو کې به دوام وکړي.

په دي کې د اوکراین څلور سیمي هم شاملي دي چې مسکو په غیرقانوني توګه د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې ځان سره شاملي کړې دي.

XS
SM
MD
LG