د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د یو چینایي وګړي مړی موندل شوی دی


د کراچۍ ښار یوه څنډه ـ انځور له ارشیفه.
د کراچۍ ښار یوه څنډه ـ انځور له ارشیفه.

د کراچۍ پوليس وايي، د هغه ښار په ډیفنس سیمه کې د يو چينايي وګړي مړی موندل شوی دی.

د پولیسو يوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي، د مارچ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د چن شيپنګ په نوم د چينايي تن مړی د هغه په کور کې موندل شوی دی.

ډیفنس د کراچۍ ښار یوه له خوندي سیمو څخه ده چې ټول استوګن یې پخواني او اوسني حکومتي او پوځي لوړ پوړي چارواکي، سیاستوال، سوداګر او نور شتمن خلک دي.

پوليس چارواکی وايي د شيپنګ د ګاونډيانو په اطلاع چې کله د چینایي وګړي کور ته ورغلل نو هلته د هغه مړی پروت وو.

پوليس وايي، داسې ښکاري چې هغه تن څو ورځې مخکې په طبعي مرګ مړ شوی وي.

پولیسو يا نورو چارواکو دا نه دي ویلي چې چن شېپنګ له کله راهيسې په کراچۍ کې مېشت وو او څه دنده يې لرله؟ البته دوی وايي چې د مړي په اړه یې په کراچۍ کې چینايي قونصل جنرل ته خبر ورکړی دی. خو چینايي قونسلګرۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا کومې وسلوالې ډلې هم تر دې دمه د پېښې زمه واري نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه خپلواکۍ غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې چین ته پر وسایلو د قبضه کوونکي په سترګه ګوري او پر پروژو او کارکوونکو یې وخت پر وخت بریدونه کوي.

په کراچۍ کې په مخکې وختونو کې پر چینایي قونسلګرۍ او وګړو بریدونه شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG