د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروتو پوليسو د تحريک طالبان پاکستان د ۳ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


د لکي مروت پولیس وايي، په وژلو شویو کې یو قوماندان هم شامل دی
د لکي مروت پولیس وايي، په وژلو شویو کې یو قوماندان هم شامل دی

پولیس ادعا کوي چې په لکي مروت کې يې د تحريک طالبان پاکستان د يو قومندان په ګډون درې وسله وال وژلي دي.

د خيبرپښتونخوا د لکي مروت پوليسو وياند شاهد حميد مشال رېډيو ته په رالېږلې خبرپانه کې ويلي دي چې دغه وسله وال د مارچ په ۱۵مه د ترهه ګرۍ مخنيوي څانګې پوليسو او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره نښته هم شوې ده، البته امنيتي ځواکونو ته د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.

د ترهګرۍ مخنیوي څانګه وايي چې په سيمه کې د نورو وسله والو پر ضد يې عمليات دوام لري. بيان زياتوي چې وژل شوي مبينه وسله وال د خلکو په وژنه، قلنګ اخیستو او پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وو.

د پاکستان د پولیسو د دغې ادعا پخلی خپلواکو سرچینو نه دی کړی او نه هم تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه ویلي دي.

په خيبرپښتونخوا کې له ډېرې مودې راهيسې بدامني روانه ده چې پرضد يې خلکو په وار وار لاريونونه هم کړي دي.

بلخوا حکومت په وار وار ويلي دي چې د وسله والو پرضد عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG