د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د دوو کورنیو ترمینځ شخړه کې ۱ تن وژل شوی، ۶ ژوبل دي


د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې شخړه د خوست مرکز اړوند په کوړیانو سیمه کې شوې ده.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې شخړه د خوست مرکز اړوند په کوړیانو سیمه کې شوې ده.

په خوست کې د دوو کورنیو ترمینځ په شخړه کې یو کس وژل شوی او شپږ ژوبل دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د مارچ ۱۲مې پر ماښام د ولایتي مرکز اړوند په کوړیانو سیمه کې شوې ده.

دی وايي، امنیتي کسان د پېښې ځای ته ورغلي ول او د قضیې په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي اسماعیل زهیر مشال راډیو ته وویل چې د هغو کورنیو ترمینځ لفظي شخړه په وسلواله نښته واوښته.

دی وايي، هغو کورنیو پخوا شخصي دښمني یا د ځمکې پر سر څرګنده دعوه او لانجه نه لرله.

د طالبانو پولیس وايي چې د شخړې لامل معلومولو لپاره پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG