د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۴ کب نیونکي ورک دي


د مارچ پر اوومه ژغورونکي د ورکو کب نیونکو پسې ګرځي.
د مارچ پر اوومه ژغورونکي د ورکو کب نیونکو پسې ګرځي.

له کراچۍ سره نېږدې په عرب سمندرګي کې یوه کښتۍ ډوبه شوه چې پکې ۳۱ کب نیوونکي ژوبل شول او ۱۴ لا هم ورک دي.

چارواکي وایي، پېښه د مارچ څلورمې او پینځمې ترمینځ پر شپه کې شوې ده.

د ورکو کب نیوونکو د کورنیو غړو د مارچ پر اوومه، له مشال راډیو سره په خبرو کې له حکومته د بیړني اقدام غوښتنه وکړه چې هغوی وژغوري.

د کب نیونکو د اتحادیې چارواکي کمال شاه مشال راډیو ته وویل چې هغه کسان د ماهیانو د ښکار لپاره سمندر ته تللي ول. هغه وویل، تر درې ورځو تېرو وروسته هم د ۱۴ کسانو درک نه شته.

په کښتې کې ناست ماهیګیر د کراچۍ د ابراهیم حیدري سیمې اوسېدونکي دي.

د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه وايي چې د ورکو کب نیوونکو د موندلو لپاره عملیات روان دي چې پکې د پاکستان بحري ځواک سرتېري هم برخه اخلي.

په کراچۍ کې لسګونه زره خلک کب نیونکي دي چې ګڼ پښتانه هم پکې دي. دوی په کشتیو او لانچونو کې د سمندر مینځ ته ورځي او هلته تر څو اوونیو د ماهیانو په ښکار کې تېروي او بیا وچې ته ځي.

ځینې وخت د هغو کب نیونکو کښتۍ د طوفان، باران او د سمندري کمرو سره د جنګېدو له امله ډوبیږي چې مرګژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG