د هند یو لوړپوړي ډېپلوماټ د مارچ پر اوومه په کابل کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.
حامد کرزي پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي دي چې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره یې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جې پي سېنګ سره د افغانستان او سیمې پر مسلو خبرې کړې دي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې سېنګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت وايي چې سېنګ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ چارو له وزیر نور الدین عزیزي سره هم لیدلي او ورسره د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړي کولو غږېدلی دی.
نوي دلي لا د سېنګ د کتنو په اړه تبصره نه ده کړې.