د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پي‌ ایس ایل کې نن کوټه له پېښور سره لوبه کوي

د پېښور زلمي‌ لوبډلې غړي د خوشالۍ پر مهال. (انځور: ارشیف)
د پېښور زلمي‌ لوبډلې غړي د خوشالۍ پر مهال. (انځور: ارشیف)

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې د پېښور زلمي او کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر اتمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې مخکې پرون اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ کراچۍ کېنګز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۵۰ منډې وکړې.

اسلام اباد یونایټېډ ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ. ټاکل شوې چې د مارچ پر نهمه لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG