د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وایي اوکراین د جګړې لپاره له غربي هېوادونو سرتېري نه دي غوښتلي

اوکرایني پوځیان له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د راکټونو ویشتو پر مهال ـ د مارچ پینځمې انځور.
اوکرایني پوځیان له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د راکټونو ویشتو پر مهال ـ د مارچ پینځمې انځور.

سپینه ماڼۍ وايي، اوکراین هېڅکله د روسیې د پراخ یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره له لویدیځو هېوادونو سرتېري نه دي غوښتلي.

سپینې ماڼۍ دا بیان د مارچ پر پینځمه تر هغې وروسته ورکړی چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وویل چې هغه به دا ډول نظر رد نه کړي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د اوکراین ولسمشر کله هم داسې غوښتنه نه ده کړې چې بهرني ځواکونه دې یې لپاره وجنګېږي.

مکرون تر دې مخکې پر هم هغه ورځ وویل چې د خپلو هغو څرګندونو بشپړه ننګه کوي چې تېره اوونۍ یې کړې وې او ویلي یې ول چې اوکراین ته د بهرنیو ځواکونو استول نه ردوي.

مکرون دا هم ویلي ول چې د اوکراین متحدین باید له کییف سره د ملاتړ په معامله کې و نه ډارېږي.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې دولتي خبري اژانس ریا نووستي ته ویلي دي چې د مکرون څرګندونې د اروپايي مشرانو بې مسوولیتي ښکاره کوي او نړۍ د اټومي جګړې کندې ته غورځولای شي.

XS
SM
MD
LG