د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې کراچۍ کېنګز کوټه ګلیډیېټرز ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.
د مارچ پر شپږمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیل شوه چې پکې پچه د کراچۍ لوبډلې وګټله او د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.
د کوټه ګلیډیېټرز ټول لوبغاړي د ۲۰م اوور په پیل کې په ۱۱۸ منډو وسوځېدل. د کراچۍ کېنګز حسن علي څلور لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د کراچۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د مارچ پر شپږمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اسلام اباد یونایټېډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمینځ سیالي د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې د اسلام اباد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
لاهور قلندرز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې.
تر دې یوه ورځ مخکې پېښور زلمي ملتان سلطانز ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ پېښور زلمي وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې وکړې. په ځواب کې د ملتان سلطانز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان ۲۰۰ منډې وکړای شوې.
ټاکل شوې چېد مارچ پر اوومه کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.
لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه.