د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د اېکس پاڼې پر تړلو حکومت ته نوټس ورکړی دی


اسلام اباد های کورټ کې د مارچ پر پنځمه د اېکس پاڼې د بندېدو خلاف د درخواست اورېدنه وشوه. انځور له ارشيفه
اسلام اباد های کورټ کې د مارچ پر پنځمه د اېکس پاڼې د بندېدو خلاف د درخواست اورېدنه وشوه. انځور له ارشيفه

د اسلام اباد های کورټ د مارچ پر پینځمه د اطلاعاتو وزارت او د پاکستان د مخابراتي چارو ادارې (پي ټي اې) ته پر ټولنیزې شبکې اېکس د بندیز په اړه نوټس جاري کړی دی.

د اسلام اباد های کورټ مشر قاضي عامر فاروق د مارچ پر پينځمه د اېکس پاڼې د بندېدو خلاف د درخواست اورېدنه وکړه او ورته وویل شول چې په هغه هېواد کې دغه شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې راهيسې بنده ده او خلک د شخصي انټرنېټي شبکې (ورچول پرايوېټ نېټورک يا وي پي اېن) له لارې لاسرسی ورته کوي.

اېکس پاڼه زیاتره د خبرونو او معلوماتو شریکولو لپاره کارول کېږي او په دا وروستیو کې په پاکستان کې په وار وار له بشپړ یا جزوي بنديز سره مخامخ شوې ده.

په فبرورۍ میاشت کې د اېکس پاڼې د بندېدو خلاف د سیند صوبې په های کورټ کې هم یو درخواست جمع کړل شوی وو.

د پاکستان د مخابراتي چارو له ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) د سیند په های کورټ کې د مارچ پر پنځمه خپل ځواب جمع کړی دی خو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه وخت غوښتی دی.

د پي ټي اې وکيل عدالت ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ادارو پر سپارښتنه يې د امنيتي وجوهاتو له کبله د انټرنېټ خدمات ځنډولي ول.

د پي ټي‌ اې وکیل عدالت ته ویلي چې د انتخاباتو پر مهال یې انټرنېټ او موبایل شبکې د امنیتي اندېښنو له کبله تړلي وې.

په پاکستان کې د اتمې فبرورۍ تر عامو انتخاباتو وړاندې او د انتخاباتو پر ورځ هم اېکس پاڼه په زیاتره ځایونو کې بنده وه.

سیاسي مشرانو ، انتخاباتي نوماندانو او د بشري حقونو فعالانو په دې وروستیو کې د حکومت پر دغه ګام سختې نیوکې کړې دي او دا یې د بیان ازادۍ خلاف ګام بللی دی.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې د مارچ پر درېيمه په یو بیان کې د ټولنیزې شبکې اېکس پر بندېدو اندېښنه ښوولې او په سمدستي توګه یې د پرانستلو غوښتنه کړې ده.

بلخوا تېره اوونۍ د هغه وخت نګران د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي ویلي ول چې د هغوی حکومت پر اېکس پاڼه بندیز نه دی لګولی او باید دغه پوښتنه له پي ټي اې څخه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG