د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سفارت د افغانستان وحشي ځناورو ته د خوندي چاپېریال پر برابرولو ټینګار کړی


په افغانستان کې د واورینو سیمو پړانګانو نسل له خطر سره مخامخ دی - د فبرورۍ څلورمې انځور.
په افغانستان کې د واورینو سیمو پړانګانو نسل له خطر سره مخامخ دی - د فبرورۍ څلورمې انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په هغه هېواد کې د وحشي ژویو د ساتنې او د هغوی لپاره د چاپېریال پر خوندي کولو ټینګار کړی دی.

سفارت د مارچ پر درېیمه د وحشي ځناورو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي دي چې د افغانستان د وحشي ژویو چاپېریال ته باید پام وشي.

سفارت په ځانګړې توګه د واورینو سیمو پړانګانو او د مارخور غرڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هر ژوی د چاپېریال د نظام (ایکوسېسټم) مهمه برخه ده او په ساتلو کې یې مهم رول لوبوي.

سفارت لیکلي دي، "راځئ په ګډه د افغانستان طبیعي میراث خوندي کړو او و یې ساتو."

د امریکا سفارت دا ټینګار پر داسې مهال کړی دی چې په افغانستان کې ډېری وحشي ژوي د څو لسیزو په جګړو کې ختم شوي او د واورینو سیمو پړانګانو په څېر ځینې کمیابه ژوي د معدومیت له خطر سره مخامخ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG