د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکسي نوالني په مسکو کې خاورو ته وسپارل شو


د مارچ پر دوېیمه د نوالني د کورنۍ غړي د هغه پر قبر ګلونه ږدي.
د مارچ پر دوېیمه د نوالني د کورنۍ غړي د هغه پر قبر ګلونه ږدي.

د روسیې اپوزیشن سیاستوال الېکسي نوالني مړی په مسکو کې د هغه له کور سره په نږدي هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې وه چې پولیسو خلک د هغه په وروستیو مراسمو کې د ګډون څخه راګرځول خو د هغه په زرګونو پلویانو د چارواکیو لخوا د کارروایۍ پرواه ونه کړه او په مراسمو کې یې برخه واخیسته.

د نوالني خپلوانو او نږدې ملګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د مارچ په لومړۍ نېټه د بوریسوفسکوی په هدیره کې له ښخولو مخکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترټولو څرګند انتقاد کونکي د جنازې مراسمو لپاره په کلیسا کې حاضر شي.

په مسکو کې د امریکا سفیر او یو شمېر نورو لویدیځو ډیپلوماتانو هم د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د امریکا سفارت وویل چې نوالني خپل ژوند د خپل وطن په خدمت کې ورکړ. سفارت زیاته کړې چې د ډېرو روسانو لپاره، نوالني د هغه څه سمبول دی چې باید روسیه څنګه وي او څنګه کېدې شي.

له دغې وروسته د بشري حقونو پورټل (Info-OVD) وویل چې په ۱۶ ښارونو کې د نوالني په یاد کې د لاریونونو پر مهال له ۶۷ څخه ډیر کسان نیول شوي دي.

د فبرورۍ پر ۱۶مه د روسيې د فېډرالي زندان د خدماتو ادارې په یو بیان کې وویل چې نوالني په زندان کې تر ګرځېدو وروسته سم نه احساساوه او وروسته بېهوښه شو.

بيان زياتوي چې تر دې پېښې وروسته د زندان طبي عمله سمدستي ور ورسېده او امبولېنس يې راوغوښت، خو د ډاکټرانو په وينا، نوالني بيا سترګې خلاصې نه کړې او مړ شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG