د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن ویلي غزې ته بشري مرستې رسول پيلوي


د اردون سرتېري غزې ته مرستندویه سامان الوتکې ته خیژوي ـ د فبرورۍ ۲۷مې انځور.
د اردون سرتېري غزې ته مرستندویه سامان الوتکې ته خیژوي ـ د فبرورۍ ۲۷مې انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې هېواد یې غزې ته د بیړنیو بشري مرستو رسول ژر پیلوي.

نوموړي د مارچ پر لومړۍ نېټه دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې اعلان کړ چې په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت په وینا لږترلږه ۱۱۵ فلسطینیان ووژل شول او تر ۷۵۰ ډیر نور ټپیان شول.

عیني شاهدینو د فبرورۍ پر ۲۹مه وویل چې اسراییلي پوځیانو هغه وخت ډزې پیل کړې چې لوی شمېر خلک د مرستې کاروان څخه د توکیو ایستلو ته ورغلل.

په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال ولسمشر بایډن وویل چې د فضايي لارې د مرستو وررسول به ډیر ژر پیل شي او امریکا د نورو لارو په لټه کې ده ترڅو د فلسطینیانو د کړاو کمولو لپاره جګړې ځپلې سیمې ته د اړتیا وړ مرستې رسول اسانه کړي.

بایډن وویل چې په راتلونکو ورځو کې به په اردن کې له خپلو ملګرو او نورو هغه هېوادونو سره یوځای شي چې هوا له لارې اضافي خواړه او اکمالات رسول غواړي. د نوموړي په وینا د احتمالي سمندري دهلیز په ګډون د نورو لارو د خلاصولو هڅه به کوي.

بلخوا اسراییلو ویلي چې ډیری وژل شوي کسان د ګډوډۍ په ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې شوي او د دوی سرتېرو په ځینو هغه کسانو ډزې کړي چې د دوی په باور په ګواښونکي ډول د دوی په لور ور روان ول. د اسراییلو حکومت ویلي دي چې په دې اړه پلټنې کوي.

د غزې ښار د روغتون مشر چې د ځینو ټپیانو درملنه یې کړی ده. د روغتون د چارواکو په وینا په ژوبلو کې ۸۰ سلنه خلک د ډزو له امله وژل شوي دي.

په غزه کې د اسرایيلو په پوځي عملیاتو کې ولسي سیمې ویجاړې شوې دي او نېږدې ټوله ابادي یې بېځایه شوې او د سیمې اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې غزې ته د ټولو بشري مرستو کچه په فبرورۍ میاشت کې د جنورۍ پرتله نیمایي ته کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، په غزې تړانګه کې لږترلږه ۵۷۶،۰۰۰ کسان له قحطۍ یو ګام لیرې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG