د اوکراین هوايي دفاع ویلي دي چې په خارکیف او دنیپروپېتروفسک کې یې څلور بې پیلوټه روسۍ الوتکې ویشتلې دي.
خو اوکرایني پوځ دا نه دي ویلي چې د روسیې د مارچ پر لومړۍ نېټه څومره ډرون الوتکې پر هغه هېواد د حملې لپاره لېږدولې وې.
په همدې حال کې د روسیې د سرحدي سیمې کورسک والي رومان ستارووایت ویلي دي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه د یوې اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې په برید کې د هغې سیمې د څلورو کلیو برېښنا پرې شوې ده.
د روسیې د دفاع وزارت مخکې ویلي ول چې هوايي دفاع یې په بېلګورود او نېژني نوفوګورد کې اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي.
اوکراین لا د روسیې د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.