د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهالي حکومت د پېټرولو بیه لوړه کړې او د ډیزلو یې پر ځای ساتلې ده


په کراچۍ کې د پمپ یو کارکوونکی د تېلو بیې بدلوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې د پمپ یو کارکوونکی د تېلو بیې بدلوي - پخوانی انځور.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د مارچ له لومړۍ څخه د پېټرولو د بیو لوړولو اعلان کړی دی.

د مالیې وزارت د فبرورۍ پر ۲۹مه په بیان کې ویلي دي چې د یو لیټر پېټرولو نرخ څه باندې څلور روپۍ لوړوي چې ورسره یې نوې بیه څه کم ۲۸۰ روپۍ ته رسېدلې ده.

د مالیې وزارت ویلي دي چې د ډیزلو په بیه کې بدلون نه راولي او یو لیټر به یې د پخوا په څېر په څه باندې ۲۸۸ روپۍ خرڅېږي.

بیان زیاتوي چې د تېلو دا بیې به د مارچ تر نیمايي پورې عملي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مالیې وزارت د فبرورۍ په پیل او بیا په نیمايي کې هم د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې وې.

تر دې مخکې حکومت د جنورۍ له ۱۶مې څخه د میاشتې تر پای پورې د یو لیټر پېټرولو نرخ اته روپۍ کم کړی وو خو د ډیزلو هغه یې پر ځای ساتلی وو.

پاکستان د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG