اسوشيېټېډ پرېس اژانس راپور ورکوي چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په غزه ښار کې بشري مرستو ته د منتظرو فلسطینیانو پر ګڼه ګوڼه په ظاهره د اسرایيلو په برید کې د سیمه ییز روغتون د چارواکو په وینا، لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شفا روغتون د نرسانو څانګې مشر ډاکټر جادالله شافعي الجزیره ټېلېويژن ته ویلي چې په برید کې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي. الجزیره ټېلېوېژن یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري چې مړي او ژوبل کسان شفا روغتون ته لېږدول کېږي.
اسراييلي پوځ ویلي چې د پېښې په اړه راپورونه څېړي.
بلخوا یوه امریکايي چارواکي ویلي چې په داسې حال کې چې غزې ته د ځمکې له لارې د مرستو رسول ستونزمن شوي، نو د ولسمشر جو بایډن انتظامیه یې د پوځي الوتکو په وسیله پر رسولو غور کوي.
په غزه کې د اسرایيلو پوځي برید ولسي سیمې ویجاړې کړې، په لسګونو زره یې وژلي، نېږدې ټوله ابادي یې بېځایه کړې او د سیمې اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې غزې ته د ټولو بشري مرستو کچه په فبرورۍ میاشت کې د جنورۍ پرتله نیمایي ته کمه شوې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، په غزې تړانګه کې لږترلږه ۵۷۶،۰۰۰ کسان له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.