د اتریش (اسټریا) حکومت د طالبانو له بنده د خپل یو ۸۴ کلن وګړي د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د اسټریا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۴ وویل چې هربرټ فرېټز له افغانستانه د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
د وزارت یوې ویاندې ویلي دي چې نوموړی د کابل په زندان کې بندي وو.
یوې اتریشۍ ورځپاڼې تېر کال په افغانستان کې د فرېټز د نیول کېدو خبر ورکړی وو او ویلي یې ول چې فرېټز یو ښي لاسی سختدریځی او د یو داسې وړوکي ښي لاسي ګوند له بنسټګرانو څخه وو چې په ۱۹۸۸ز کال کې ورباندې په هغه هېواد کې بندیز لګېدلی وو.
هغې ورځپاڼې ویلي ول چې نوموړی تر هغې وروسته ګرفتار شو چې یوې ښي لاسې مجلې یې"له طالبانو سره د رخصتۍ یا چوټۍ" تر سرلیک لاندې لیکنه خپره کړه چې پکې هغه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند مثبت انځور وړاندې کړی وو.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې طالبانو پر دې سربېره هغه د جاسوسۍ په تور نیولی وو. د طالبانو حکومت لا د فرېټز د بندي کولو او خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.