د لاسرسي ځای

تازه خبر

هسپانیا کې د اور لګېدو پېښې ۴ کسان وژلي، ۱۳ ژوبل دي


د فبرورۍ پر ۲۲مه د والنسیا له ودانۍ لمبې پورته کېږي.
د فبرورۍ پر ۲۲مه د والنسیا له ودانۍ لمبې پورته کېږي.

د هسپانیا په ختیځ ښار والنسیا کې په دوو ودانیو کې د اور لګېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ ورک دي.

چارواکو د فبرورۍ پر ۲۳مه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې اور وژونکو د ودانیو ځینې اوسېدونکي ژغورلي دي.

د والنسیا د بیړنیو خدماتو مرستیال مشر جورج سورېز خبریالانو ته وویل چې اور وژونکو له شپږو ساعتونو راهیسې ۱۴ پوړیزې ودانۍ ته د ننوتلو هڅه کوله.

د هسپانیې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې اور د فبرورۍ پر ۲۲مه ماښام مهال ولګېد.

د بیړنیو خدماتو اداره وايي چې په پېښه کې لږترلږه ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي چې پکې شپږ اور وژونکي هم شامل دي.

تر اوسه د اور لګېدو لامل معلوم نه دی او دا هم روښانه نه ده چې څومره خلک په ودانۍ کې ول او څومره ژغورل شوي دي.

د هسپانیې وزیراعظم پېدرو سانچېز پر ټولنیزه شبکه اېکس لیکلي دي چې هغه په والنسیا کې په یوه ودانۍ کې د سخت اور پېښې لړزولی دی او حکومت ښار ته ټولې اړینې مرستې ورکوي.

XS
SM
MD
LG