د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد تحریک له صوابۍ پیل کړ


عوامي نیشنل ګوند په انتخاباتو کې د ټګیو پرضد د فبرورۍ پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې احتجاجي مظاهره وکړه.
عوامي نیشنل ګوند په انتخاباتو کې د ټګیو پرضد د فبرورۍ پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې احتجاجي مظاهره وکړه.

عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د ټګیو پرضد د خپل احتجاجي تحریک پیل د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې له احتجاجي جلسې کړی دی.

اې این پي پر خپله رسمي اېکس پاڼه ليکلي چې د فبرورۍ پر ۲۰مه يې د صوابۍ په امن چوک کې مظاهره وکړه چې د هغه ګوند د خيبر پښتونخوا د مشر اېمل ولي خان او د صوبې د پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي په ګډون د ګوند ځینو نورو مشرانو ګډون پکې وکړ.

دا تر هغې وروسته ده چې عوامي نيشنل ګوند د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی وو او ليکلي يې ول چې "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."

اېمل ولي خان تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۱مه، په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال په انتخاباتو کې د ټګيو تور پورې کړی وو او پرضد يې د تحریک پيلولو اعلان کړی وو.

هغه پر اېسټيبلېشمنټ د انتخاباتو د نتيجو بدلولو تور پورې کړی وو او ويلی ول چې تر دې وروسته به له هغوی سره ملګرتيا نه کوي.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځ او امنیتي ادارې لپاره کارېږي. د پاکستان پوځ تر اوسنيو انتخاباتو وروسته پر هغوی د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په سياسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ول.

بل خوا د انتخاباتو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې ليکلي ول چې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

اېمل ولي خان په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال تور پورې کړی وو چې د عدالتونو "واک هم له اېسټيبلېشمنټ سره دی" او هغه به خپله مقدمه "ولس ته وړي."

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه ټولټاکنې وشوې او د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي پایلو له مخې عوامي نیشنل ګوند د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ يوه او د بلوچستان اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې دي.

په پاکستان کې پر عوامي نیشنل ګوند برسېره يوشمېر نورو ګوندونو پر انتخاباتي کمېشن په انتخاباتو کې د ټګيو او د انتخاباتي نتيجو بدلولو تورونه پورې کړې دي.

XS
SM
MD
LG