د امريکا ولسمشر د فبرورۍ پر ۱۹مه ويلي، راضي دی چې د استازيو جرګې د رېپبليکن ګوند سپيکر مايک جانسن سره ملاقات وکړي او پر هغې قانوني طرحې ورسره خبرې وکړي چې موخه يې د روسيې پرضد جګړه کې د اوکراين مالي مرسته ده چې د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ يې مخالف دی.
جو بايډن له خبريالانو سره په خبرو کې زياته کړې، جمهوريت غوښتونکی ګوند له اوکراين سره د مرستو، چې هغه هېواد وکولای شي روسي يرغلګر پر شا وتمبوي، د مخالفت په کولو د يوې لويې تېروتنې مرتکب کېږي.
په داسې حال کې چې جانسن له بايډن سره د ليدنې خواهش ښکاره کړی، نوموړي تېره اوونۍ اشاره ورکړې وه چې سمدستي پلان نه لري چې د استازيو جرګې ته اجازه ورکړي چې د اوکراين، اسراييل او تايوان لپاره د نړيوالې امنيتي مرستې په نوم د ۹۵ اربه ډالره پر پيکېج رايې واچوي.