د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنه سور سمندرګي ته بحري ماموریت لېږدوي

د حوثيانو هېليکاپټر په سور سمندرګي کې د بېړۍ پر سر الوتنه کوي ـ انځور له ارشیفه.
د حوثيانو هېليکاپټر په سور سمندرګي کې د بېړۍ پر سر الوتنه کوي ـ انځور له ارشیفه.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په سور سمندرګي کې له حوثي یاغیانو څخه د بېړیو خوندي کولو پرېکړه کړې ده.

ډېپلوماټانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د فبرورۍ پر ۱۹مه په برسلز کې د ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په سور سمندرګي کې د اروپايي ټولنې د بحري ماموریت ځای پر ځای کولو منظوري ورکړه.

په ماموریت کې په سور سمندرګي، د عدن خلیج او شاوخوا اوبو کې د اروپايي جنګي بېړیو او د لومړني خبرداري هوايي نظام شامل دي.

البته هغه بېړۍ به له خپلې خوا د ډزو کولو اجازه نه لري، خو که وسلوال ورباندې برید وکړي نو بیا ځوابي کاروايي کولای شي. د هغو بېړیو عملیاتي چارو قومنداني به د یونان په لاریسا ښار کې وي.

ايران پلویو حوثي ياغيانو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې په سور سمندرګي کې پر مال وړونکو کښتيو حملې زیاتې کړي دي او له کومې تشريح ورکولو پرته وايي چې دا کار د غزې په جګړه کې د فلسطينيانو د ملاتړ لپاره کوي.

برېتانيا او امريکا د هغو حملو په غبرګون کې په يمن کې د حوثيانو مرکزونه ویشتي ول.

XS
SM
MD
LG