د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د حکومت د کندهار والي د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستو بندیز لګولی دی


د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخوند ـ انځور له ارشیفه.
د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخوند ـ انځور له ارشیفه.

د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخوند د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستو بندیز لګولی دی.

هغه د ولایت چارواکو او ریاستونو ته په استولي لیک کې امر کړی دی چې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې دې د ژوندیو مخلوقاتو له انځور اخیستو ډډه وکړي. د کندهار مطبوعاتي دفتر د فرانسې خبري اژانس ته د لیک کره والی او د والي امر تایید کړی دی.

ملا محمد علي حنفي، چې د ملا شیرین اخوند په نوم مشهور دی، دلیل ورکړی دی چې د ژوندیو موجوداتو تصویر اخیستل هغوی ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

ملا شیرین اخوند د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخوند ته نېږدې کس بلل کېږي.

هغه په خپل مکتوب کې دا هم ویلي چې چارواکي کولای شي د خپلو فعالیتونو په اړه لیکلي یا غږیز پیغامونه ورکړي.

په افغانستان کې له ۱۹۹۶ز کال څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم د انځور او ویډیو پر جوړولو او ښوولو بندیز وو.

XS
SM
MD
LG