د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سیف الله کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي دي.
د سیمې انتظامیي مشر یاسر بازي مشال راډیو ته وویل چې مړي یې د فبرورۍ پر ۱۲مه د ضلعې په غریزه سیمه کې موندلي دي او داسې ښکاري چې هغه کسان د فبرورۍ پر ۱۱مه شپې مهال ویشتل شوي دی.
هغه وویل په وژل شویو کې یو سوداګر عاصم راحتزی کاکړ هم شامل دی او د نورو کسانو پېژندګلوي لا نه ده شوې.
بازي زیاته کړه چې پولیسو مړي د کلا سیف الله مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.
د پولیس چارواکو په وینا، امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته ورغلي او پلټنې یې پیل کړي دي. پولیسو لا په پېښه کې د ککړتیا په تور څوک نه دي نیولي او تر اوسه چا د هغو کسانو د وژلو ذمه واري هم نه ده منلې.