د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او عراقي چارواکي له عراقه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش غږېدلي دي


په عراق کې امریکایي سرتېري د عین الاسد هوایي اډې دباندې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
په عراق کې امریکایي سرتېري د عین الاسد هوایي اډې دباندې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

امريکايي او عراقیو چارواکو له عراقه په مرحله وار شکل د امريکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو د وتلو مهالوېش ټاکلو په اړه خبرې کړې دي.

دا خبره د فبرورۍ پر ۱۱مه د عراقي پوځ ویاند کړې ده.

د دواړو غاړو ترمینځ په جنورۍ کې خبرې پيل شوې وي خو ۲۴ ساعته لا تېر شوي نه ول چې په اردن کې درې امريکايي پوځيان ووژل شول.

واشنګټن هغه مهال ویلي ول چې هغه حمله په شام او عراق کې د ايران ملاتړ لرونکو وسلوالو ډلو کړې ده.

په عراق کې د امريکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې پر ضد جګړې کولو لپاره جوړ شوي ول. داعش هغه کال د عراق او شام ځينې برخې نيولې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG