د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د پاکستان او روسیې د مشورتي ګروپ ۱۴مه غونډه شوې ده


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته سرتېري ولاړ دي - پخوانی انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته سرتېري ولاړ دي - پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې د روسیې او پاکستان د مشاورتي ګروپ ۱۴مه غونډه شوې ده.

د فبرورۍ پر اتمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د کنټرول او بې وسلې کولو چارو سېکرټر محمد کامران اختر او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سېرګې الېسکسېوېچ ریابکوف د غونډې مشري وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر ناستې وروسته پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې دواړو لوریو پر نړیوال امنیت، سیمه ییز ټېکاو (استحکام)، د وسلو پر کنټرول او پر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

بیان وايي، اسلام اباد او مسکو په نړیوالو چارو کې له یو بل سره د همغږۍ دوام ته امادګي ښوولې ده.

بیان زیاتوي چې دواړو چارواکو پرېکړه وکړه چې د مشورتي ګروپ ۱۵مه غونډه به راتلونکی کال بیا په اسلام اباد کې کېږي.

په تېرو دوو کلونو کې اسلام اباد او مسکو د اړيکو بهترولو لپاره کار زیات کړی دی. دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې او تړونونه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر ۱۷مه د چین په پلازمینه بیجینګ کې د پاکستان لنډ مهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغانستان ترڅنګ پر سوداګرۍ خبرې کړی وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG