د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمشاد خان: په انتخاباتو کې د پوځ رول تر امنيت پورې محدود دی


شمشاد خان: په انتخاباتو کې د پوځ رول تر امنيت پورې محدود دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:49 0:00

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شمشاد خان ويلي دي چې د اتمې فبرورۍ عامو انتخاباتو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په ضم شويو قبايلي ضلعو کې يې امنيتي حالاتو ته په کتو ټينګ امنيتي ګامونه پورته کړي دي. د هغه په خبره په انتخاباتو کې د پوځ رول تر امنيت پورې محدود دی. شمشاد خان د مرکې پر مهال دا تورونه رد کړه چې ګواکې له ځينو سياسي ګوندونو سره په انتخاباتو کې توپيري چلند کېږي. په انتخاباتو کې د ښځو د رايو اچولو په اړه د نوموړي وينا وه چې په کومه انتخاباتي حلقه کې تر ۱۰ فيصده کمې ښځينه رايې وکارول شي، نو د هغې حلقې نتيجې به نه اعلانوي او په دې لړ کې ټولو نوماندانو ته لارښوونه شوې ده. شمشاد خان زياته کړه چې د انتخاباتو د نتيجو راغونډولو لپاره يې يو داسې ميکانيزم جوړ کړی دی چې د رايو اچولو له مرکزونو څخه به انتخاباتي کمېشن ته پر وخت نتيجې رارسيږي. نوموړي د شکايتونو په اړه وويل چې په انتخاباتي کمېشن کې دننه يوه ځانګړې څانګه جوړه کړل شوې ده چې ټول شکايتونه به اوري او هغه به حل کوي. له شمشاد خان سره بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG