د افغانستان خپلواکۍ جبهې دعوه کړې چې د فبرورۍ پر څلورمه ماښام مهال يې په کابل کې دوه طالب وسله وال وژلي او یو یې ټپي کړی دی.
دې جبهې په خپله ایکس پاڼه د دې برید په تړاو یوه ویډیو هم خپره کړې ده. په بیان کې راغلي چې برید يې د کابل د پنځمې ناحیې په خوشال خان مېنه کې د طالبانو پر یوې پوستې کړی دی.
جبهې دعوه کړې چې ګواکې طالبانو به په دې پوسته کې موټر د تلاشۍ په پلمه درول او د دوی په تور ځوانې نجونې او (پخواني) امنیتي ځواکونه به یې ځورول.
طالبانو د دې برید او خپلواکې جبهې د دعوې او تورونو په اړه لا څه نه دې ويلي.
د افغانستان خپلواکۍ جبهه د طالبانو په وړاندې په بیلابیلو ولایتونو کې بریدونه کوي. دا جبهه د پخواني پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیا له خوا جوړه شوې او اکثر غړي یې د رپورټونو له مخې پخواني افغان ځواکونه دي.