د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه ادعا کوي چې د داعش ۳۴ غړي یې نيولي دي

د ترکیې پولیس پر سړک د تالاشۍ لپاره ولاړ دی - انځور له ارشیفه
د ترکیې پولیس پر سړک د تالاشۍ لپاره ولاړ دی - انځور له ارشیفه

د ترکیې حکومت وايي د داعش وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور یې ۳۴ کسان نيولي دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د فرورۍ پر درېيمه پر اېکس ليکلي چې پولیسو دا کسان په اوو ځایونو کې د عملياتو په ترڅ‌کې نيولي او بهرني وګړي‌دي. د هغه په وينا نيول شوي کسان په نړيواله کچه پولیسو ته مطلوب وو.

د تېرې یکشنبې په ورځ د استانبول پر یوه کلیسا حمله شوې وه چې پکې یو کس وژل شوی وو. تر دې وروسته د ترکیې پولیسو د داعش پر ضد عمليات تيز کړل. چارواکو ويلي‌چې د هغې پېښې په تړاو یې ۲۵ مشکوک کسان نیولي دي.

XS
SM
MD
LG