د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او برتانیا په یمن کې د حوثي یاغیانو۳۰ مرکزونه ویشتلي دي


د حوثیانو پر ضد عملیاتو کې امريکايي او برتانويو الوتکو برخه اخیستې
د حوثیانو پر ضد عملیاتو کې امريکايي او برتانويو الوتکو برخه اخیستې

امریکا او برتانیا وايي د فرورۍ پر درېیمه ناوخته یې په یمن کې د حوثي یاغیانو لږ تر لږه ۳۰ اهداف په نښه کړي دي.

دوی وايي په نښه کړل شوي ځایونه له ایران سره د تړاو لرونکیو ډلو دي. امریکا او برتانیا د هغو ډلو خلاف د ګواښونو ترلاسه کېدو وروسته عملیاتو ته دوام ورکړی چې په سیمه کې یې د لویدیځ د هیوادونو پر ګټو بریدونه کړي دي.

امریکايي چارواکو لویديځو رسنیو ته ویلي چې تازه بریدونه د بیړیو او جنګي الوتکو له لارې شوي دي. دا د هغو عملیاتو برخه ده چې تېره میاشت په اردن کې په ډرون برید کې د دریو امریکايي سرتېرو تر وژنې وروسته پیل شوي دي.

واشنګټن د دې ډرون برید تور پر تهران او په شام او عراق کې د ایران پر اتحادیانو پورې کوي.

امریکايي چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې د فرورۍ پر دویمه په شام او عراق کې له ایران سره په تړاو لرونکیو ځایونو شوي لسګونه بریدونه کامیابه وو او د امریکا اتحادیانو ورسره ملاتړ څرګند کړی دی.

بلخوا ایران ، عراق او شام په داسې حالاتو کې غصه ښوولې چې په سیمه کې د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې دي.

XS
SM
MD
LG