د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېسټ کرکټ: افغانستان د سري لنکا په وړاندې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۸ منډې وکړې


 اکرام علیخیل (کېڼې خوا ته) د فبرورۍ په ۲ نیټه په کولمبو کې د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ کې شاټ وهي.
اکرام علیخیل (کېڼې خوا ته) د فبرورۍ په ۲ نیټه په کولمبو کې د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ کې شاټ وهي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د سري لنکا پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

په افغان توپ وهونکو کې رحمت شاه ۹۱، نورعلي ځدراڼ ۳۱، قیس احمد او اکرام علیخیل۲۱ـ ۲۱ منډې وکړې.

د سري لنکا لپاره په توپ اچونه کې ویشوا فیرننډو څلور او اسیتا فیرننډو درې لوبغاړي وسوځول.

د لومړۍ ورځې تر پایه سري لنکا په لومړۍ پاڼۍ کې ۸۰ منډې کړې وې او کوم لوبغاړی یې نه وو سوځېدلی.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې تر ټېسټ وروسته به افغان لوبډله له کوربه سري لنکا سره درې ۵۰ اووره يا يو ورځنۍ او درې ۲۰ اووره سيالۍ هم وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمينځ يو ورځنۍ سيالۍ د فبرورۍ پر نهمه، ۱۱مه او ۱۴مه په کولمبو کې کېږي. وروسته به د فبرورۍ پر ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه درې ۲۰ اووره سيالۍ د سري لنکا په ډمبولا ښار کې کېږي.

XS
SM
MD
LG