د روسیې اوسني ولسمشر ولاديمیر پوتین د هیواد د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل نوم په رسمي توګه بیا ثبت کړی دی.
په دې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بیا د هغه د بریا اټکل کېږي ځکه چې د هغه اکثره اصلي رقیبان یا په رندان کې او یا هم د امنیتي اندېښنو له وجې له هېواده دباندې دي.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېشن د جنورۍ پر ۲۹مه د روان کال د مارچ د ۱۷مې نېټې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ولادیمیر پوتین نوم د مستقل کاندید په توګه ثبت کړ.
کمېشن وايي، پوتین د ازاد کاندید لپاره ټاکلي شرایط چې د کوم ګوند له حمایته پرته د ملک د لر بر نه لږ تر لږه د درو لکو کسانو د ملاتړ لاس لیکونه راټولول دي، پوره کړي دي.
ولاديمیر پوتین له ۱۹۹۹ کال راهیسې د وزیراعظم یا ولسمشر په توګه په واک کې پاتې شوی دی.
نوموړی دا ځل هم د ۲۰۲۰ کال له اییني اصلاحاتو ګټه پورته کول غواړي چې پکې هغه ته د دوو نورو شپږکلنو دورو لپاره د ځان د کاندیدولو اجازه ورکړل شوې ده.
د دې مانا به دا وي چې هغه تر ۲۰۳۶ کاله پورې په خپل منصب برحاله پاتې کېدای شي.