د اوکراین د هوايي دفاع اداره وايي چې د روسیې هغه اته ډرون الوتکې يې غورځولې دي چې د هغه هېواد په څلورو سیمو کې د اهدافو په نښه کولو لپاره الوځول شوې وې.
د ادارې مشرتابه د جنورۍ پر ۲۹مه وویل چې روسیې پر اوکراین د سکندرـ اېم یو او اېس ـ۳۰۰ میزایلو درې بریدونه کړي دي.
په عین حال کې د روسیې د یاروسلاول سیمې ګورنر میخایل یېفرایېف وویل، د روسیې هوايي دفاعي نظام نن (د جنورۍ پر ۲۹مه) هغه یوه اوکراینۍ ډرون الوتکه غورځولې ده چې په یاده سیمه کې د تیلو پاکولو په یوه کارخانه د برید لپاره الوځول شوې وه.
د تیلو پاکولو دغه کارخانه له مسکوڅخه ۲۵۰ کلومیټره لېرې د شمال ختیځ لور ته ده. یېفرایېف زیاته کړه چې د اوکرایني ډرون الوتکې د غورځېدو په پېښه کې کوم ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی. په سمدستي ډول په خپلواکه توګه د دې دعوو تصدیق نه دی شوی.