د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران څلور کردان اعدام کړي دي


د جنورۍ پر ۲۹مه په ایران کې په دار شویو کسانو پخواني عکسونه.
د جنورۍ پر ۲۹مه په ایران کې په دار شویو کسانو پخواني عکسونه.

د ایران عدالت وايي چې د اسراییل لپاره د جاسوسۍ په تور یې څلور کرد توکمه ایرانیان پهانسۍ کړي دی.

ایرانۍ عدلیې د جنورۍ پر ۲۹مه ویلي دي چې په اعدام شویو کې پر محمد فرامرزي، محسن مظلوم، وفا اذربار او پژمان فاتحي تور ول چې په اصفهان کې یې د ایران یو دفاعي مرکز ته د بم اېښودلو په منصوبه کې له اسراییل سره مرسته کړې وه.

دا کسان د ۲۰۲۲ز کال په جولايي کې نیول شوي ول او د هغه کال په سېپتېمبر کې ورته د مرګ سزا واورول شوه.

د بشري حقونو ادارو په وار وار په ایران غږ کړی چې د خلکو اعدامولو لړۍ دې بنده کړي ځکه چې د مرګ له سزاګانو سره د مخامخو زیاترو کسانو ضد سیاسي مقدمې جوړې شوې دي.

د جنورۍ پر ۲۳مه ایرانی فعال محمد قبادلو هم په دار وځړول شو. هغه په ۲۰۲۲ز کال کې په ټول هېواد کې د "ښځه، ژوند، ازادي" تر شعار لاندې د لاریونونو په ترڅ کې د یو پولیس په وژلو تورن شوی وو.

د قبادلو د وژنې او په ایران کې د زیاتو شویو د دار سزاګانو ضد د نوبیل جایزه ګټونکې زنداني فعالې نرګس محمدي او نورو بندي فعالانو د نه خوړولو اعتصاب کړی وو.

نرګس محمدي پر ټولنیزو شبکو په خپره شوې وینا کې وویل چې اعتصاب کوونکو بندیانو په ایران کې د اعدامونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG