د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بايډن: پر اردن مېشتو امريکايي ځواکونو حمله کې ۳ سرتېري وژل شوي


Biden
Biden

د امريکا ولسمشر جو بایډن وايي چې د شام له پولې سره نېږدې په شمال ختيځ اردن کې پر مېشتو امريکايي ځواکونو د ډرون حمله شوې چې پکې ۳ سرتېري وژل شوي او ګڼ ژوبل دي.

يو امريکايي چارواکي وروسته وويل چې د جنورۍ پر ۲۷مه ناوخته شوي دې برید کې لږ تر لږه ۳۴ پوځيان زخمیان شوي هم دي.

بایډن د جنورۍ پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړه چې که څه هم د برید په اړه نور معلومات غونډوي خو ورته معلومه ده چې حمله په شام او عراق کې فعالو، د ايران ملاتړ لرونکو ډلو کړې ده. د هغه په وينا، له ترهګرۍ سره به یې مبارزه روانه وي او د دې حملې له ټولو ذمه وارو سره به حساب کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ نن (د جنورۍ۲۹مه) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې بريد کې لاس نه لري. اردن دا ترهګره حمله بللې او د غندلو تر څنګ یې ويلي چې امريکا سره د سرحدي دفاع د قوي کولو په اړه همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG