د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېژندل شوی افغان قاري استاد برکت الله سلیم وفات شو


استاد برکت الله سلیم - ارشیف
استاد برکت الله سلیم - ارشیف

د افغانستان یو پېژندل شوی قاري استاد برکت الله سلیم د جنورۍ په ۲۷مه د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

د استاد برکت الله سلیم یوه شاګرد او همکار قاري رشید مموزي د مشال راډیو افغان څانګې سره په خبرو کې د هغه مړینه تایید کړه او ویې ویل چې د جنازې مراسم یې مازېګر مهال ترسره کېږي.

برکت الله سلیم د وفات پر وخت شاوخوا ۷۶ کاله عمر درلود.

هغه د افغانستان لپاره د قران د تلاوت په بیلابیلو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او څو واره یې په نړیواله کچه لومړي مقامونه ګټلي.

د افغانستان اکثرې مهمې غونډې او ملي جرګې د قاري برکت الله سلیم له خوا د قرآن مجید په تلاوت سره پیلېدې.

XS
SM
MD
LG