د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: نیپال افغانستان ته په ۱ وېکټه ماتې ورکړه


تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام د جنورۍ له ۱۹مې په جنوبي افریقا کې پیل شوی دی.
تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام د جنورۍ له ۱۹مې په جنوبي افریقا کې پیل شوی دی.

تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې نیپال افغانستان ته په یوه وېکټه ماتې ورکړه.

په جنوبي افریقا کې د روانو سیالیو په ترڅ کې د جنورۍ پر ۲۶مه افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۱م اوور کې په ۱۴۵ منډو وسوځېدل.

په افغان توپوهونکو کې الله محمد غضنفر تر ټولو زیاتې ۳۷ منډې وکړې. کپتان نصیرخان او فریدون داودزي په ترتیب ۳۱ او ۲۹ منډې وکړې.

په ځواب کې د نیپال لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۵م اوور کې د نهو لوبغاړو په زیان پوره کړ. د نیپال لوبډلمشر دېو کنال ۵۸ او دیپک بوهارا ۲۷ منډې وکړې.

په روان نړیوال جام کې افغان او نیپالۍ لوبډلې تر دې وړاندې له پاکستان او نیو زیلینډ سره سیالۍ کړې دي چې دواړو بایللې دي.

د جنورۍ پر ۲۷مه د پاکستان لوبډله له نیو زیلینډ سره مخامخېږي.

د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمرو د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۹مه په جنوبي افریقا کې پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر ۱۱مه وشي.

XS
SM
MD
LG