د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر په افغانستان کې فعالیتونه درولي دي


د افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر مشر عبدالمجیب خلوتګر د خبري غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر مشر عبدالمجیب خلوتګر د خبري غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو بندولو اعلان کړی دی.

د دفتر مشر عبدالمجیب خلوتګر د جنورۍ پر ۲۵مه په بیان کې ویلي دي چې "اوسني سیاسي وضعیت او نامساعدو شرایطو ته په کتو" په لنډمهالي ډول خپل دفتر تړي.

نوموړي البته په دې اړه نور جزییات نه دي ویلي خو په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر مشران د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې دې پرېکړې ته ورسېدل.

د خلوتګر په خبره، نی ۱۷ کاله په افغانستان کې د ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره فعالیت وکړ.

هغه دفتر په داسې وخت په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان کړی دی چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو د ملاتړ اکثر ادارې له هېواده بهر فعالیت کوي او د هېواد دننه د طالبانو له محدودیتونو سره مخامخ دي.

د طالبانو حکومت لا د نی د چارو درولو پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې رسنۍ د "شریعت په چوکاټ کې" کار کولای شي.

XS
SM
MD
LG