تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان نیپال ته ماتې ورکړه.
په جنوبي افریقا کې د روانو سیالیو په ترڅ کې د جنورۍ پر ۲۴مه نيپال په ټولو ۵۰ اوورونو کې ۱۹۷ منډې جوړې کړې وې چې پاکستان د پينځو وېکټو په زیان پوره کړې. تر دې مخکې پاکستان خپله لومړۍ لوبه له افغانستانه ګټلې وه.
د جنورۍ پر ۲۵مه دوه سیالۍ کېږي چې پکې یې لومړۍ د هند او ایرلیڼد او دویمه یې د زېمبابوې او اسټرالیا ترمینځ ده.
د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمرو د نړیوال جام سیالۍ د جنورۍ پر ۱۹مه په جنوبي افریقا کې پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر ۱۱مه وشي.