د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ د راتلونکو عامو انتخاباتو ځنډولو  قرارداد منظور کړی دی


د جنورۍ پر پينځمه د پاکستان په سېنېټ کې له ۱۰۰ غړو څخه يوازې ۱۴ موجود ول ـ پخوانی انځور
د جنورۍ پر پينځمه د پاکستان په سېنېټ کې له ۱۰۰ غړو څخه يوازې ۱۴ موجود ول ـ پخوانی انځور

د پاکستان سينېټ په هغه هېواد کې د راتلونکو عامو انتخاباتو د ځنډولو قرارداد منظور کړی دی.

د جنورۍ پر پينځمه، د اتمې فبرورۍ د عامو انتخاباتو ځنډولو قرارداد په سېنېټ کي سېنېټر دلاور خان وړاندې کړ. نوموړي په قرارداد کې غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې د روانې ناامنۍ او یخنۍ له امله دې راتلونکې عام انتخابات وځنډول شي.

نوموړي د سېنېټ غونډې ته په وينا کې وويل چې په وروستيو کي استخباراتي ادارو د انتخاباتي کيمپېنونو پر مهال د ناامنۍ د احتمالي پېښو رامينځ ته کېدو خبردارې هم ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه، په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې حالات ترينګلي دي او بلخوا د يخنۍ موسم اوج ته رسېدلی دی، چې له امله يې انتخابات بايد وځنډول شي.

پر دې مهال د پاکستان مسلم ليګ (ن) سېنېټر افنان الله د قرارداد مخالفت وکړ او زياته يې کړه چې په ۲۰۰۸ز او ۲۰۱۳ز کلونو کې امنيتي حالات تر اوس زيات خراب ول، خو بيا هم هغه وخت انتخابات پر ټاکلي وخت وشول.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي هم د قرارداد مخالفت وکړ، خو د اکثريتي رايو په نتيجه کې د سېنېټ مشر صادق سنجراني قرارداد منظور کړ.

د پاکستان سېنېټ ټول ۱۰۰ غړي لري، خو د نننۍ (جنورۍ پينځمې) غونډې پر مهال يوازې ۱۴ سېنېټران موجود ول.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ويلي دي چې په هغه هېواد کې به عام انتخابات د روان (۲۰۲۴ز) کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG