اسراییلي پوځ د جنورۍ په ۲۳مه ویلي چې په غزې تړانګه کې د حماس په یوه حمله کې د هغوی ۲۱ پوځیان وژل شوي دي.
دا په سیمه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې ترټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.
سخت دریځه حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کیږي.
د اسراییلي پوځ ویاند ډېنیل هګاري ویلي، سرتېرو یې د غزې په مرکزي سیمه کې د چاودېدونکیو توکیو په وسیله د دوو ودانیو د ړنګولو لپاره تیاري نیوله چې برید پرې وشو.
د اسراییلي پوځ ترمخه د حملې له وجې په ودانۍ کې موجود د بارودي موادو د چاودېدو له وجې زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په دغه حمله خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې د حماس خلاف تر بریا حاصلېدو پورې به دغې جګړې ته دوام ورکوي.