په ایران کې یو سرتېري پر خپلو ملګرو ډزې کړې دي او پینځه تنه یې وژلي دي.
د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې پېښه د جنورۍ پر ۲۱مه په کرمان کې شوې ده. اېرنا اژانس د جنورۍ پر ۲۲مه د هغه هېواد په جنوب ختیز کې د یوې پوځي اډې قومندان امیر غلام علیان له خولې ویلي دي چې سرتېری د پوځي مرکز په پهره ولاړ وو او هغه مهال یې پر نورو عسکرو ډزې وکړې چې هغوی د مرکز روغتیايي مرکز ته داخلېدل.
علیان زیاته کړې چې هغه سرتېری د خپلو ملګرو تر ویشتلو وروسته تښتېدلی وو خو کرمان ته نېږدې په وړوکي ښار زرند کې نیول شوی دی.
چارواکو د هغه عسکر په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
کرمان هغه سیمه ده چې پکې د روانې میاشت په پیل کې په چاودنو کې ۹۴ تنه وژل شوي ول. د هغو چاودنو ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه.