د پاکستان ملي لوبډلې د کرکټ د پينځو ۲۰ اووره لوبلړۍ په اخري سیالۍ کې نیو زیلینډ ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه.
د جنورۍ پر ۲۱مه د کرایسټچرچ په لوبغالي کې پچه پاکستان وګټله او د لومړۍ توپوهنې پر مهال یې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې.
د پاکستان محمد رضوان ۳۸، فخر زمان ۳۳ او صاحبزاده فرحان ۱۹ منډې وکړې.
د کوربه نیو زیلینډ ټېم ساودي، میټ هېنري، لاکي فرګوسن او اېش سودي څلور، څلور وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د نیو زیلینډ لوبډلې هدف پوره نه کړای شو او ټول لوبغاړي یې د ۱۸م اوور په پیل کې په ۹۲ منډو وسوځېدل. د هغې لوبډلې ګلېن فېلېپس ۲۶، فېن ایلن ۲۲ او ټېم سافرټ ۱۹ منډې وکړې.
د پاکستان افتخار احمد درې، او محمد نواز او شاهین شاه اپرېدي دوه، دوه نیو زیلینډي لوبغاړي وسوځول.
نیو زیلینډ وار له مخه په لومړیو څلورو ۲۰ اووره سیالیو کې د بریا په ترلاسه کولو لوبلړۍ ګټلې وه.