د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو دوه نور خبریالان نیولي دي


د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو
د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د جنورۍ پر ۱۹مه پر خپله وېبپاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د ګردش اطلاعات آژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي د جنوري په ۱۹مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې دوو خبریالانو پر نیول کېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د هغوی د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ګردش اطلاعات آژانس په دې وروستيو مياشتو کې په کابل کې جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG