د پېښورانتظامیې تر ۲۱ کلونو پر کم عمر لرونکو ځوانانو د برېښنایي سېګرېټو (اي - سېګرېټس) پر خرڅلاو بندیز لګولې دې.
د پېښور انتظامي مشر افاق وزیر د جنورۍ پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې د هغه ښار له تعلیمي ادارو سره یې د ۵۰ میټرو په فاصله کې د برېښنايي سېګرېټو او وېپ یا د بخاراتو لرونکو سېګرېټو پر خرڅلاو، ساتلو او استعمال هم بنديز لګولی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې اوسمهال دا بندیز د ۶۰ ورځو لپاره دی.
په بیان کې د وزیر له خولې راغلي چې برېښنايي سېګرېټ د ځوانانو، ماشومانو او حامله ښځو روغتیا ګواښي او ورباندې د روږدي کېدو خطر هم وي، نو ځکه ورباندې بندیزونه او محدودیتونه اړین دي.
برېښنايي سېګرېټ د عام سېګرېت پرتله نه سوځي او لوګی نه لري، خو پکې کارېدونکي مواد تمباکو لري چې د روغتیاپالانو په وینا، خلک ورباندې روږدي کېدای شي.