د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا ناظم الامور په کابل کې د طالب چارواکو او ښځینه فعالانو سره کتلي دي


رابرټ ډیکسن په کابل کې د طالبانو حکومت له مخکښ عبدالکبیر سره د ملاقات پخوانی انځور.
رابرټ ډیکسن په کابل کې د طالبانو حکومت له مخکښ عبدالکبیر سره د ملاقات پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت ناظم الامور په کابل کې د طالبانو له چارواکو او یوشمېر ښځینه فعالانو سره کتلي دي.

رابرټ ډیکسن د جنورۍ پر ۱۲مه په اېکس په یوه پيغام کې ویلي دي چې کابل ته یې سفر د امنیت شورا د پرېکړه لیک (۲۷۲۱) د پلي کیدو او د نورو ګامونو د اخیستو په خاطر ګټور وو.

د برېتانیا دغه ډیپلومات په ورته وخت کې خوښي څرګنده کړې ده چې له ښځینه فعالانو سره یې کتلي دي خو ده په کابل کې د خپلو لیدنو کتنو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. طالبان وایي، چې د دوی د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د برېتانیا له ناظم الامور سره د خبرو پرمهال له برېتانیا او نورې نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک له طالبانو سره د تعامل په اړه دوه اوونۍ مخکې تصویب شو. د دې پرېکړه لیک له مخې ، ملګري ملتونه به د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

XS
SM
MD
LG