د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې یو کس د خپلې خسرګنۍ د کورنۍ پینځه غړي وژلي دي.
د طالبانو د حکومت د خوست امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د سې شنبې (نهې) پر ماښام د تڼیو ولسوالۍ د نریزیو په سیمه کې شوې ده.
دی وايي په وژل شویو کې د هغه کس خسر، خواښې، دوه خوښینې او یو اوخښی شامل دی.
دی زیاتوي چې د طالبانو امنیتي کسانو هغه سړی نیولی دی چې په لومړنیو پلټنو کې یې د خپلې خسرګنۍ د غړو د وژلو اعتراف کړی دی.
احرار زیاتوي چې هغه کس د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژني.
نوموړي البته د پېښې د لامل په اړه معلومات ور نه کړل.