د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ تحریک انصاف ته انتخاباتو لپاره د بيټ نښې ورکولو امر کړی دی


د تحریک انصاف غړي او پلویان د جنورۍ پر ۱۰مه تر عدالتي پرېکړې وروسته د های کورټ مخې ته خوشالي کوي.
د تحریک انصاف غړي او پلویان د جنورۍ پر ۱۰مه تر عدالتي پرېکړې وروسته د های کورټ مخې ته خوشالي کوي.

پېښور های کورټ پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ته د انتخاباتو لپاره د بيټ (بلې) نښې ورکولو منظوري ورکړې ده.

د جنورۍ پر ۱۰مه د های کورټ د دوو قاضيانو جرګګۍ د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته امر وکړ چې پي ټي ای ته دې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره خپله پخوانۍ انتخاباتي نښه بحاله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۲مه ویلي ول چې د تحریک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او انتخاباتي کمېشن له قانون سره سم نه ول شوي نو ځکه ورته د کرکټ بیټ نښه نه ورکوي.

هغه ګوند د کمېشن د پرېکړې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړی وو او عدالت د ډېسېمبر پر۲۶مه په لیکلي امر کې انتخاباتي کمېشن ته د تحریک انصاف د ګوندي تصدیقنامې او انتخاباتي نخښې د بحالولو سپارښتنه کړې وه.

تر هغې وروسته، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، انتخاباتي کمېشن په پېښور های کورټ کې هغې پرېکړې ته د بياکتنې لپاره درخواست جمع کړی وو چې های کورټ ومانه او د کمېشن پخوانۍ پرېکړه يې بحاله کړه.

تحریک انصاف د هغې په غبرګون کې بيا په عدالت کې درخواست جمع کړ چې د جنورۍ پر ۱۰مه يې دوه کسيزه جرګګۍ پرېکړه واوروله او ګوند ته يې اجازه ورکړه چې د فبرورۍ د اتمې عامو انتخاباتو لپاره د بيټ نښه وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر ۱۱مه د نوماندانو اصلاح شوی نوملړ خپروي او د جنورۍ پر ۱۳مه بيا ګوندونو او خپلواکه نوماندانو ته د ورکړل شويو انتخاباتي نښو وروستی فهرست اعلانوي.

XS
SM
MD
LG