د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ د سياستوالو ټولعمري نااهلي غیرقانوني ګرځولې ده


د پاکستان سپريم کورټ وداني ـ پخوانی انځور
د پاکستان سپريم کورټ وداني ـ پخوانی انځور

د پاکستان سپريم کورټ د هغه هیواد د پارلېمان لپاره د سیاستوالو ټول عمري نااهلي غیر قانوني اعلان کړې ده.

د جنورۍ پر اتمه، سپریم کورټ پرېکړه وکړه چې د ایین تر ۶۲مې مادې لاندې سزا شوي سیاستوال تر پينځو کلونو پورې نااهله ګرځول کېدای شي خو تر هغې وروسته دوی بیا په انتخاباتو کې برخه اخیستلی شي.

د سپریم کورټ د دې پرېکړې پر اساس، د پاکستان ځیني مهم سیاستوال په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون کولو جوګه شوي چې پکې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د استحکام پاکستان ګوند مشر جهانګیر ترین هم شامل دی. هغوی دواړه پخوا د ایین تر ۶۲مې مادې لاندې د ټول عمر لپاره د پارلېمان لپاره نااهله ګرځول شوي ول.

د پاکستان مسلم لیګ (ن)، استحکام پاکستان، تحریک انصاف او ګڼو نورو ګوندونو سیاستوالو د سپريم کورټ د دې پرېکړې هرکلی کړی خو ځیني شنونکي وايي، سترې محکمې ځینو هغو سیاستوالو ته د پارلېمان لاره خلاصه کړې چې د پوځي اسټېبلېشمېڼت سره یې جوړجاړی کړی دی.

XS
SM
MD
LG