د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضاکاره پولیس د خپلو نوکريوو بحالېدل غواړي


رضاکاره پولیس د خپلو نوکريوو بحالېدل غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د پېښور سلګونه رضاکاره پوليسو د خپلو نوکريو د بحالۍ لپاره مظاهره کړې ده. دغو مظاهرچيانو پرون د پېښور پرېس کلب مخې ته تر احتجاج وروسته پرلت پيل کړ. د مظاهرچيانو په وينا د پېښور پوليسو يو افسر هغوی په ۲۰۲۰ز کال کې له نوکريو ايستلي ول او تر اوسه يې لامل نه دی ورته په ډاګه کړی. د قامي رضاکار پوليسو يو مشر اجمل حيات مشال راډيو ته وويل، چې کله په پېښور کې د امنيت وضع خرابه وه نو هغوی د ترهګرۍ ضد عملياتو کې برخه اخيسته، خو د هغه په وينا، چې کله امن راغلی نو دوی يې له نوکريو وايستل. د نوموړي په وينا د خيبر پښتونخوا پوليسو تر ۳۰۰ زياتو رضاکاره پوليسانو ته د احتجاجونو، کورونا وبا او د محرم د جلوسونو لپاره روزنه ورکړې ده. مظاهرچيانو غوښتنه کوله چې صوبايي حکومت دې رضاکاره پوليس بېرته بحال کړي. د پېښور پوليس وايي چې د هغې ضلعې ۲۹۰ رضاکار پوليس يې د پېښور انتظاميې ته سپارلي دي. بلخوا د پېښور انتظاميې يوه چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې د مظاهرچيانو د غوښتنو په اړه يې د خيبر پښتونخوا خزانې ادارې ته ليک لېږلی دی.

XS
SM
MD
LG