د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې پاکستان ته په ۳۶۰ منډو ماتې ورکړه


اسټرالیايي لوبغاړي د پاکستاني بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د ډېسېمبر ۱۷مې انځور.
اسټرالیايي لوبغاړي د پاکستاني بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د ډېسېمبر ۱۷مې انځور.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ یا پينځه ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۳۶۰ منډو ماتې ورکړې ده.

د اسټرالیا په پرت کې د ډېسېمبر پر ۱۴مه پیل شوې سیالي د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر څلورمه ورځ پای ته ورسېده.

په سیالۍ کې استرالیا په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې ۴۸۷ منډې وکړې خو په ځواب کې پاکستانۍ لوبډله په ۲۷۱ منډو وسوځېده.

اسټرالیا په دویمه پاڼۍ کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۳ منډې وکړې او خپل بیټېنګ یې ختم کړ. په دې توګه هغې لوبډلې له لومړۍ پاڼۍ څخه د پاتې منډو په مرسته پاکستان ته د ۴۵۰ منډو هدف ورکړ.

خو پاکستانۍ لوبډله په دویمه پاڼۍ کې په ۸۹ منډو وسوځېده.

ټاکل شوې چې د پاکستان او اسټرالیا ترمینځ د د درو ټېسټ سیالیو دویمه لوبه د ډېسېمبر پر ۲۶مه په مېلبرن کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG